دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د دولت ۶۴ تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.

دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شوي او په ترڅ کې یې ۱۱ وسله وال هم ټپیان شوي او ۹ نور نیول شوي دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.