ټرمپ: د پخواني ولسمشر "جان اف. کنډي" د قتل د څېړلو اسناد به خپاره کړم

د امریکا پخوانی ولسمشر جان اف. کنډي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له خپل امنیتي ټیم او نورو ادارو سره له سختو سلا مشورو وروسته به اجازه ورکړي چې د پخواني ولسمشر جان اف. کنډي د وژلو اړوند دوسیې تقریباً ټول اسناد خپاره شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ د ټویټر له لارې په څو پیغامونو کې ویلي چې له دې کاره د ده هدف دا دی چې د دغه قتل په اړه د دسیسې ټولو تیوریو ته ځواب وموندل شي.

خو ټرمپ له دې سره-سره وویل چې ځیني اسناد به پټ وساتل شي.

هغه زیاته کړه، د کنډي په دوسیه کې د ځینو کسانو له نومونو او ادرسونو پرته چې ژوندي دي، نور ټول اسناد به خپاره کړي.

ټرمپ په دې اړه د سپینې ماڼۍ د دفتر له رئیس جان اف. کلي، د «سي ای اې» او د نورو ادارو له مشرانو سره سلا او مشورې کړې دي.

د تېرې پنجشنې په ورځ ټرمپ ویلي و چې د هغه ضرب‌الاجل له مخې چې کانګرس ۲۵ کاله مخکې د دغې دوسیې د افشا کولو لپاره ټاکلی وو، نېږدې درې زره اسناد به خپاره کړي.

خو هغه په دې پرېکړې سره چې یو شمېر اسناد به وځنډوي، ډېر خلک حیران کړل.

ټرمپ وویل، دی له دې پرته چې دغه اسناد پټ وساتي بله لاره چاره نه‎لري ځکه «سي ای اې» او «اف بي ای» ملي امنیت ته په پام سره په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ اړوندو ادارو ته امر کړی چې پاتې پټ اسناد په شپږو میاشتو کې په دقت وڅېړي.

هغه څېړونکی چې د کنډي د قتل په اړه‌یې څېړنې کړي، د دې تمه نه‎کوي چې د قتل د دغې قضیې د څېړلو په نهایي دوسیه کې دې په دې اړه چې ولې لي هاروې اسوالډ" Lee Harvey Oswald" د ۱۹۶۳ کال د نومبر په ۲۲مه جان اف. کنډي د تکزاس په دالاس کې په ډزو وواژه، نور جزئیات په ډاګه شي.

لي هاروې اسوالډ

کنډي د امریکا لومړنی په خټه ایرلنډی امریکایي رومان کاتولیک ولسمشر و.

دوی دې ته هم اندېښمن دي چې ښایي په دغې دوسیه کې چې پنډوالی یې له ۵ میلیونه مخونو اوړي او هغه په ملي ارشیف کې ساتل کېږي، د دسیسې هغې تیوري ته ډېر ځواب ونه‌ویل شي چې وايي، د کنډي وژل به مافیا یا کیوبا او یا هم یوې بدمعاشې ډلې تنظیم کړی وي.

د کنډي د قتل د څېړلو په اړه تر اوسه په زرګونه کتابونه، لیکنې او ټلوېزیوني نندارې خپاره شوي دي، خو په هېڅ یوه کې په دې اړه نهایي نتیجه نه‎ده اخیستل شوې چې اسوالډ دې چې د کنډي له وژلو یوه ورځ وروسته په ډزو ووژل شو، له بل کوم لوري سره همکاري کړې وي.

په ۱۹۹۲ کال کې کانګرس فیصله کړې وه چې د کنډي د قتل په اړه ټول ثبت شوي مواد دې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکټوبر تر ۲۶مې نېټې پورې د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شي.

په دغو اسنادو کې چې په ډاګه کېږي ډېر پام به هغو ته اوړي چې د امریکا د د استخباراتو مرکزي او د فدرالي تحقیقاتو ادارو تر اوسه د اوسوالډ په اړه کړي، په تېره بیا هغې برخې ته چې د ۱۹۶۳ میلادي کال په سپټمبر کې چې هغه مکسیکو سیټي ته سفر کړی و، د کیوبا او د پخواني شوروي اتحاد له کومو اجنټانو سره‌یې اړیکې ټینګې کړې وې.

د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کې