سرخط: امریکا بیا پاکستان ته غاښ وچیچه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، بلک واټر کمپنۍ په افغانستان کې د جګړې واګي خپلوي.

په مطلب کې راغلي، دغه کمپنۍ هڅه کوي چې د امریکا د استخباراتي بنسټونو پام هغو طرحو ته واړوي، کوم چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یې لري.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د بلک واټر کمپنۍ مشر روېټرز خبري اژانس ته ویلي، له یو شمېر امریکايي چارواکو سره‌یې په دې اړه خبرې کړي چې د افغانستان جنګ خصوصي شرکتونو ته وسپاري.

بلک واټر کمپنۍ په افغانستان کې د جګړې واګي خپلوي.
  • سرخط

سرخط بیا په خپل یو مطلب کې ویلي امریکا بیا پاکستان ته غاښ وچیچه.

په مطلب کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي له پاکستاني مشرانو سره په کتنه کې یې هغوی ته ویلي، که د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه‌کوئ، نو امریکا به خپله لاس په کار شي.

په مطلب کې ویل شوي، سیمې ته تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي، پاکستاني مشرانو ته‌یې په ډاګه کړې، دا هغه څه دي چې امریکا یې له پاکستانه غواړي او حتمي یې باید تر سره کړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د پاکستان سره د افغانستان په ګډه پوله د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د چین د اندېښنو په اړه لیکلي دي.

په ورځپاڼه کې راغلي په افغانستان کې د چین سفیر ویلي، هېواد یې له پاکستان سره په ګډه پوله کې د ترهګرو له فعالیتونو اندېښنه لري.

په مطلب کې د یاو جینګ په حواله راغلي، ترهګري د ټولې نړۍ لپاره جدي ستونزه ده او چین هم په هر ځای کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو د موجودیت له امله اندېښمن دی.

مطلب وايي، یاو جینګ دا هم ویلي چې ترهګري نه‌یوازې افغانستان او پاکستان ته ګواښ دی، بلکې چین ته هم ستر ګواښ دی.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د اجماع په جوړېدلو سره کېدای شي د سیمې په کچه امنیت ټینګ شي.

په سرمقاله کې راغلي، د ترهګرۍ سره د مبارزې یوازنۍ او مهمه لار د نړیوالې اجماع رامنځته کول دي او په دې ټوګه د سیمې او نړۍ په کچه امنیت ټینګېدلای شي.