د جوزجان والي: په درزاب او قوش‌تپه ولسوالیو کې پوځي عملیات پیلېږي

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي

د جوزجان والي وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کې په درزاب او قوش‌تپه ولسوالیو کې پوځي عملیات پیلېږي.

لطف‌الله عزیزي وویل، په درزاب او قوش‌تپه کې د وسله‎والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي او له امله‌یې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او لسګونه ښوونځي تړل شوي دي.

عزیزي د مرکزي حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی او له هغه ځایه‌یې په ټیلیفوني مرکه کې، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"ما د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت له سرپرستانو سره خبرې وکړې. دولت په پام کې لري چې پراخ عملیات پیل کړي او هغه کسان چې بې‌کوره شوي، بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي."

په همدې حال کې په ننګرهار کې هم چارواکي د وسله‎والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتو له امله د لسګونه کورنیو د بې‌ځايه کېدو خبر ورکړی دی.