په افغانستان کې د جعلي درملو راټولولو سرتاسري کمپاین پیل شو

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره وايي، د بې کیفیته او قاچاق شویو درملو د مخینوي په هدف یې یو سراسري کمپاین پيل کړی دی.

د دغې ادارې مسؤلین وايي، د هغه درملتونونو په نښه کول چې پر بې کیفیته درملو د معبترو کمپينو نښان لګوي په دغه کمپاین کې شامل دي.

د دغې ادارې عمومي رئیس نورشاه کامه‌وال د شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم۰۶» کابل کې یوې خبري ناستې کې وویل، یو شمېر هغه درملتونونو او شرکتونو ته چې له جواز پرته فعالیتونه لري یوه میاشت وخت ورکول کېږي چې خپل اسناد دغې ادارې ته وړاندې کړي، کنه نو په خبره یې مسؤلین او مالکین به یې څارنوالۍ ته معرفي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کمپنۍ چې بې کیفیته درمل وارد وي او هغه بهرنۍ کمپنۍ چې په غیر قانوني ډول فعالیت لري، پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي، د ۱۲ اوونیو کمپاین په ترڅ کې یې درمل راټولېږي، زموږ لویه ستونزه د درملو قاچاق دی، ان شاءالله قاچاق به کنټرول او دغه ستونزه به له منځه یوړل شي."

د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره وايي، دغه کمپاین یې د شنبې په ورځ له کابل پیل او تر ۱۲ اوونیو به په ټول افغانستان کې دوام پيدا کړي.

د درملو مناسبه بیه، مؤثریت، کیفیت، خوندیتوب او له قاچاق نه یې مخنیوی او دغه شان د درمل جوړلو شرکتونو څېړنه د دغه کمپاین اصلي هدفونه دي.

د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره وايي، د با کیفیته درملو د واردولو په هدف په هېواد کې دننه د درملو جوړولو کارخانو څېړنه، له بهرنیو شرکتونه سره په همغږۍ هم د دغه کمپاین یوه برخه ده چې په یوه میاشت کې به عملي شي.

دغه شان په څلور زونونو کې د درملو د تولید د معیاري کارخانو نه جوړل هم په دغه کمپاین کې شامل دي.

دغې ادارې په تېرو څو ورځو کې د ۸۱۷ هغو شرکتونو کارونه ځنډولي چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت درلود او دغه شان یې د ۱۱۳ هغو درمل جوړنکو شرکتونو فعالیتونه درولي چې په افغانستان کې ثبت نه و.

دا مهال د درمل واردولو او صادرولو ځینې کمپنۍ د بې کیفیته درملو تولید، د غیر قانوني شرکتونو فعالیتونه او دغه شان د بهرنیو کمپينو په نښان د تقلبي درملو تولید د خپلو تولیداتو پر وړاندې ستر خنډونه بولي.

د درملو واردولو د یو سوداګریز خصوصي شرکت رئیس احمد سعید شمس په دې اړه وايي:

"دغه یو ښه اقدام دی، تشویقوم یې،کاش دغه اقدام وړاندې شوی وای، موږ په دې برخه کې مرسته کوو، ځکه په داسې ستونزو کې موږ زیان وینو، هم د دولت او هم د خصوصي سکټور عواید متضرر کېږي، تمه لرو چې ډېر ژر د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره اقدام وشي، ځکه دا د تولیداتو پر وړاندې ستونزه ده او ۳۰ فیصده د پلور د کموالی سبب ګرځي."

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا عالي شورا ویلي و د روغتیا د سکټور پر وړاندې لویه ستونزه د بې کیفیته درملو تولید، واردول او د غیر معیاري او بې کیفیته خدمتونه وړاندې کول دي.

د کابل اوسېدونکې عابده په درملتونونو کې له بې کیفیته درملو نه شکایت کوي وايي، هغه درمل چې په افغانستان کې تولیدېږي او یا له بهره را واردېږي ښه کیفیت نه لري او د ګټې پر ځای بېلابېلې نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړې د عامې روغتیا له وزارت نه غواړي چې خبرې یې یوازې د شعار تر حده پاتې نه شي او پيل شوی کمپاین په جدي ډول پرمخ یوسي.

راپور: رحمت الله افغان