چارواکي: په ارزګان کې ۲ ولسوالۍ د طالبانو له محاصرې خلاصې شوي

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چورې او چهارچینو ولسوالۍ کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګه ژوبله اوښتې او یادې ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو له محاصرې خلاصې کړې دي.

د ارزګان د امینې قوماندانۍ مرستیال شفیق الله طاهري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغو ولسوالېو کې لا اوس هم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف، د افغان پوځ هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

نوموړی وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د یادو عملیاتو پر مهال دوه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې د دغه ولایت چهارچینو ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو د خپل منځي اختلافاتو له کبله د څو ساعتونو لپاره د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې وه.

له دې سره د ارزګان د چورې ولسوالۍ امنیه قوماندان اسدالله وايي چې لاهم دغلته د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي چې تېره شپه يې هم ورسره جګړه کړې چې پرمهال یې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شول.

نوموړی وايي چې د یادې جګړې پرمهال ۴ ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولسوالۍ لا اوس هم د دوی ترمحاصرې لاندې ده او دغلته یې د افغان پوځ روان عملیات په شاتمبولي دي.