سرچینه: نامعلومو وسله والو په پېښور کې د کونړ مرستیال والي تښتولی

د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدی تېره ورځ د پاکستان پښتونخوا ایالت په مرکزې ښار پېښور کې نیول شوی دی.

د کونړ یوې حکومتي سرچینې چې له نوم ښودلو او غږ خپرولو څخه یې ډډه کوله ازادي راډیو وویل چې مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي د درملنې لپاره رخصت اخېستی و او او س په پېښور کې نیول شوی دی.

قاضي محمد نبي د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی او د ګلبدین حکمتیار تر رهبرۍ لاندې د حزب اسلامي ګوند فعال غړی دی.

ویل کېږي چې مرستیال والي تېره ورځ د پېښور ښار په ډبګرۍ کې نامعلومو وسله والو نیولی او له ځانه سره یې بیولی دی.