فراهي: د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳طالبان وژل شوي

په زابل ولایت کې د جمعې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دولت درې وسله وال مخالفین وژل شوی او ۷ ژوبل دي.

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال په ارغنداب ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په لړ کې مړه او ټپیان شوي دي:

"له مخالفینو سره له یوې ساعته جګړې وروسته، د هغوی درې کسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول، اوس هم د ارغنداب ولسوالۍ په باغ بازار سیمه کې زموږ عملیات روان دي."

ښاغلي فراهي وویل دا عملیات به د طالبانو له فعالیت څخه په بشپړ ډول د ارغنداب ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام ولري.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د زابل د ارغنداب د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.