روسیې د یوشمېر بالسټیک توغنديو ازموینې وکړې

روسیې پرون له ځمکې، هوا او سمندر څخه د یوشمېر بالسټیک توغنديو ازموینې وکړې.

د روسیې دفاع وزارت وايي پرونۍ ازموینې د دې هېواد د ستراتیژیک اټمي پروګرام یوه برخه ده.

دې دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې د توپول Topol په نوم یو د لویو وچو ویشتونکی یا بالسټیک توغندی د روسیې په شمال لوېدیځ کې له پلیسیڅک Plesetsk سیمې، درې د اټمي توغندیو له اوبتلونو، دوه د جاپان په شمال کې له اوخوڅک Okhotsk سمندرګي او یو د ارکتیک سمندر له بارینتس Barents سمندرګي څخه وتوغول شول.

بیان زیاتوي چې د روسیې پوځ د خپل ستراتیژیک اټمي ځواک د ښې ادارې لپاره دا تمرینات وکړل.

بیان زیاتوي چې ټولو توغندیو ورکړل شوي اهداف په بریالیتوب سره وویشتل.

په داسې حال کې چې پولنډ او د بالتیک سیمې هېوادونه د مسکو د نیتونو له کبله اندېښمن دي، روسیې او بیلاروس تېره میاشت د ناټو د ختیځو پولو په اوږدو کې پراخ پوځي تمرینات وکړل.