د جان اف کینیدي د وژلو په اړه د ترسره شویو څېړنو وروستي جزئیات وړاندې کېږي

د امریکا پخوانی ولسمشر جان اف کینیدي>

د امریکا د پخواني ولسمشر جان اف کینیدي د وژلو پرپېښې څه باندې نیمه پېړۍ اوښتې خو متحده ایالات په پام کې لري چې نن د هغه د وژلو په اړه چې ټول هېواد یې ویرجن کړی و، د ترسره شویو تحقیقاتو وروستي نتایج خپاره کړي.

جان اف کینیدي د ۱۹۶۳ کال د نومبر په ۲۲ د تکزاس ایالت په دالاس کې ووژل شو.

د رویټرز د راپورله مخې هغه څېړونکي چې د کینیدي د قتل په اړه یې څېړنې کړي د دې تمه نه کوي چې د قتل د دغې قضیې د څېړلو په نهایي د وسیه کې دې په دې اړه چې ولې لي هروي اوسوالډ Lee Harvey Oswald د امریکا لومړنی په خټه ایرلندي امریکایي رومان کاتولیک ولسمشر په ډزو وواژه، نور جزئیات په ډاګه شي.

جان اف کینیدي

دوی دې ته هم اندېښمن دي چې ښایي په دغه دوسیه کې چې پنډوالی یې له پنځه میلیون مخونو اوړي او هغه په ملي ارشیف کې ساتل کېږي، د دسیسې هغې تیوري ته ډېر ځواب ونه ویل شي چې وايي، د کیندي وژل به مافیا، یا کیوبا او یاهم یوې بدماشې ډلې تنظیم کړی وي.

د کینیدي د قتل د څېړلو په اړه تراوسه په زرګونو کتابونه، لیکنې او ټلویزیوني نندارې خپاره شوي دي.

که څه هم په ټولو کې د دغې پېښې په تړاو ارزښتناکه کلتوري اړخونه په ډاګه شوي خو په هیڅ یوه کې په دې اړه نهایي نتیجه نه ده اخیستل شوې چې او سوالډ دې چې د کینیدي له وژلو یوه ورځ وروسته په ډزو ووژل شو، له بل کوم لوري سره همکاري کړې وي.

په ۱۹۹۲کال کې کانګرس فیصله کړې وه چې د کینیدي د قتل په اړه ټول ثبت شوي مواد دې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر تر ۲۶ نېټې پورې چې نن ده، د عامو خلکو پرمخ پرانیستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ تائید کړه چې دی به اجازه ورکړي چې دغه اسناد افشاه شي.

په دغو اسنادو کې چې نن په ډاګه کېږي ډېر پام به هغو ته اوړي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي او فدرالي تحقیقاتو ادارو تراوسه د اوسوالډ په اړه کړي، په تېره بیا هغې برخې ته چې د ۱۹۶۳ کال په سپټمبر کې چې هغه مکسیکو سیټي ته سفر کړی و، د کیوبا او د پخواني شوروي اتحاد له کومو اجنټانو سره یې اړیکي ټینګ کړي و.