د ارزګان د چهارچینو او چوره ولسوالیو د سقوط په اړه د چارواکو اندېښنې

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي، که ولایتي اداره د دغه ولایت د چهارچینو او چورې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونه‎کړي یاده ولسوالۍ به د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي.

د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادېم‎زوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت پر چهارچینو ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې پراخ ډله‎ییز بریدونه پیل کړي چې پر مهال يې ۲ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۲۰ تنه وسله‎وال طالبان هم وژل شوي دي او لا هم درنه جګړه روانه ده.

ښاغلی خادېم‎زوي دغه راز وویل، یاده ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو سره مخ ده چې په چهارچینو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ترمنځ په پراخه کچه اختلافات رامنځته شوي او په خپلو منځونو کې وسله‎واله نښته کړې چې پر مهال یې یو پولیس هم ټپي شوی.

د ارزګان د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادېم‎زوی

ښاغلي خادېم‎زوی وویل:

"پر چهارچینو ولسوالۍ باندې همدا اوس هم چې زه له تاسو سره خبرې کوم، درنه جګړه روانه ده او د ولسوالۍ امنیتي وضعیت له ګواښ سره مخامخ دی، که اضافي سرتيري ورته ونه رسېږي، یاده ولسوالۍ به د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي، دغه راز پر چوره ولسوالۍ هم وسله‎والو طالبانو بریدونه پیل کړي."

بل‎خوا بیا یو دولتي باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو وویل چې د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګا سقوط کړې او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې خو وايي چې د کره شمېر په اړه يې معلومات نه‎لري.

امنیتي مسؤلین بیا په چوره ولسوالۍ د ملي اردو د قرارګاه سقوط ردوي، خو وايي چې تکتیکي شاتګ يې کړی.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم پر یادو ولسوالیو د وسله‎والو طالبانو ډله‎يیز بریدونه مني خو وايي چې سیمې ته يې تازه دمي سرتېري استولي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب

د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل:

"دا واقعیت دی چې وسله‎والو طالبانو زموږ پر یو شمېر ولسوالیو ډله‎ییز بریدونه کړي، خو موږ يې تل بریدونه په شا تبمولي، اوس هم موږ یادو ولسواليو ته مرستندویه سرتېري استولي چې اوس هم له هغوی سره په جګړه بوخت دي."

د یادونې وړ ده چې پر چوره ولسوالۍ څو اوونۍ وړاندې هم وسله‎والو طالبانو پراخ بریدونه کړي وو چې د ولسوالۍ زیاتې سیمې او امنیتي پوستې يې ونیولې او د ولسوالۍ پر مرکز يې بریدونه کول خو د اضافي سرتېرو په لېږلو سره بېرته وضعیت عادي شو.

اوس بیا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په مخه عملیات پیل کړي چې د ولایتي شورا د مسؤلينو په وینا د پام وړ پرمختګ يې نه‎دی کړی.

راپور: شریف الله شراقت ـ ارزګان