لوګر: په عملیاتو کې د ۸ چیچنایانو په ګډون ۱۰ مخالفین وژل شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، په‎دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اتو چیچنایانو په ګډون ۱۰ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال عصمت الله علیزي رسنیو ته ویلي چې دغه کسان په چرخ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

"د صفر یک قطعې له‎خوا چې تېره شپه د چرخ په ولسوالۍ کې وشول، لس تنه یې له‎منځه وړي دي چې په هغو کې اته تنه چیچنایي وو او پنځه تنه یې له ځانه سره وړي دي."

د ښاغلي علیزي په خبره عملیات له لسو ورځې راهیسې له محمداغې ولسوالۍ پیل او اوس په پل علم کې جریان لري. نوموړی زیاتوي د محمداغې ولسوالۍ په عملیاتو کې د چهاراسیاب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نور الرحمن حسیني وژل شوی دی او هم د پوځي یونیفورم په ګډون یو شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.