ناټو د هغو راپورونو په اړه غږیږي چې طالبانو ته د روسیې تیل رسېږي

ناټو غواړي د روسیې سره د هغو راپورونو په اړه خبرې وکړي چې وسله والو طالبانو ته د روسیې تیل رسېږي. دا خبره د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یو چارواکي له خولې کړې ده.

د ناټو د پوځي کمیټې مشر پیټر پاول په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، د ناټو استازي به د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو لپاره د روسیې له استازي الکساندر ګروشکو سره وګوري او افغانستان د دې لیدنې د اجنډا په سر کې دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي د ناټو دې چارواکي وویل چې په دې اړه یې باوري شواهد نه دي لیدلي خو زیاته یې کړه هغه راپورونه یې لیدلي چې وايي، روسیه هغو کمپنیو ته تیل ورکوي چې وروسته یې پر طالبانو پلوري.

پاول ویلي، د روسیې او ناټو د استازو تر منځ به د پنجشنبې د ورځې په خبرو کې د افغانستان په اړه خبرې شاملې وې، ځکه د نوموړي په وینا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د روسیې او ناټو دواړو په ګټه ده.

روسیې منلې چې له طالبانو سره تماسونه لري خو له دې وسله والې ډلې سره یې د مرستو ادعاوې تل رد کړي دي.