امین‌زاده: د جوزجان قوش‌تپه کې د طالبانو او داعش جګړه روانه ده

د جوزجان چارواکي وايي، په قوش‌تپې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او داعش وسله‌والو ترمنځ درنه نښته روانه ده.

د چارواکو په وینا، د نښتې له امله په قوش‌تپه کې تر ۴۰۰ زیاتې کورنۍ بې‌کوره شوي او په ځانګړي ډول، د چقمه چور کلي خلکو ته زیات تاوان رسېدلی دی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند، حکمت‌الله امین‌زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې نښته پرون شپه پېل شوې، ۴۲ وسله‌وال طالبان او د داعش شپږ وسله‌وال په‌کې وژل شوي او ډېر نور زخمیان دي.

د امین‌زاده په وینا، دا په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او داعش د وسله‌والو په بې‌ساري ډول درنه جګړه ده.