ټېلرسن: افراطي ډلو د پاکستان ثبات ته ګواښ پېښ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن نن اندېښنه څرګنده کړه چې افراطي ډلو د پاکستان د حکومت ثبات او امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

ټېلرسن نن په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته وویل چې افراطي ډلې د پاکستان خپل ثبات ته خطر پېښوي.

رکس ټېلرسن زیاته کړه:

"تاسو پوهېږئ چې د امریکا لپاره په سیمه کې پاکستان مهم دی، امنیتي روابط د سیمې په کچه د سولې او امنیت د ټینګولو لپاره زموږ ګډو پروژو ته مهم دي."

ټېلرسن د هند د بهرنیو چارو له وزیرې مننه کړې چې هېواد يې په سیمه کې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې د امریکا څنګ ته درېدلی دی.