په ترکیه کې د بشري حقونو د ۱۱ فعالانو محاکمه پیل شوه

په ترکیه کې د بشري حقونو د ۱۱ فعالانو محاکمه نن پیل شوه.

هغوی په ترورېستي فعالیتونو تورن شوي دي.

د تورنو کسانو محاکمه په استانبول کې پېل شوه او پر هر یوه د ۱۵ کلونو زندان حکم کېدلائ شي.

په تورنو کسانو کې، په ترکیه کې د عفوې د نړیوال سازمان مشر عادل اسیر او یو بل لوړ رتبه چارواکی، د جرمني وګړي او د سويډن اتباع شامل دي.

پر نیول شویو کسانو تور لګېدلی چې په ټولنه کې یې د ګډوډیو جوړولو هڅې کولې.

هغوی د وسله‌والو ترورېستانو په داسې سازمان کې چې په ترکیه کې بندیز ورباندې لګېدلی، په غړیتوب او ملاتړ تورن دي.

برلین ویلي چې دا محاکمه بې‌دلیله او غیر معقوله ده.