افغانستان ته د سیمې له هېوادونو سره څه ډول اړیکې لرل پکار دي؟

یو شمېر څېړونکي وایي چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو، په تېره له پاکستان سره باید خپلو اړیکو ته ارزښت ورکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي او افغان حکومت باید دا موضوع له پامه ونه غورځوي.

ده وویل چې له یوه هېواد سره د ښو اړیکو په خاطر باید، د سیمی له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې نشي.

په دې اړه له ښاغلي خادم سره د ازادي راډيو خبریال یوسف خان ځدراڼ مرکه کړې.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي خادم سره مرکه