ټېلرسن هندي چارواکو سره د افغانستان پر سوله او ثبات غږېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به نن له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې وکړي.

ټېلرسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې و او د سې شنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ولاړ.

هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس به هندي چارواکي وهڅوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مرستې زیاتې کړي.

د امریکا ولسمشر د اګسټ په ۲۳مه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه او پر هند یې غږ وکړ چې د اقتصادي پروژو او پانګونې له لارې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هند د افغانستان ستراتېژیک شریک دی او د هغه هېواد په سوله کې زیاته مرسته کولای شي.