فرانک والټر اشټاین‌مایر له پوتین او ګوربچف سره ګوري

د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشتاین‌مایر به نن د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د پخواني شوروي اتحاد له وروستي ولسمشر میخائیل ګورباچف سره جلا جلا وګوري.

فرانک والټر اشټاین‌مایر به نن له هغوی سره په روسیه کې د بشري حقونو د فعالانو پر حقونو خبرې وکړي.

فرانک والټر اشټاین‌مایر په داسې وخت کې روسیې ته ځي چې د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د روسیې او غرب اړیکې تر هر بل وخت نازک شوي دي.

د جرمني ولسمشر د روسیې له کومیرسانټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، هیله‌مند دی چې له پوتین سره نننۍ کتنه به‌یې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد ټینګولو پر لارو د خبرو موقع ورکړي.