مطفي: د جبل‌السراج د سمنټو د فابریکې دوهمه برخه رغول کېږي

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، هڅې یې پیل کړي چې د جبل‌السراج د سمنټو د فابریکې دوهمه برخه ورغوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن چهارشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ اوس‌مهال د درېيو شرکتونو پروپوزلونه بررسي کوي او په نږدې راتلونکي کې به موږ په دغې فابریکه کې بنیادي بدلون راولو."

ښاغلی مطفي وايي، دغه فابریکه اوس‌مهال په ورځ کې د څه باندې ۱۰۰ ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري.

دا د بغلان د غوري د سمنټو تر فابریکې وروسته دوهمه لویه فابریکه ده چې د کورنیو جګړو له امله له فعالیته لوېدلې وه.