​روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مصوبه ویټو کړې

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه مصوبه ویټو کړه چې په سوریه کې د ملګرو ملتونو د څېړونکو د کار موده د یو کال لپاره تمدیدوي.

دا څېړونکي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه څېړنې کوي.

روسیې پرون سې شنبه دا مصوبه وروسته له هغې ویټو کړه چې ونه‌توانېده په دې اړه رأی ورکول یوه میاشت وځنډوي، څو دا شورا د څېړونکو پر هغه راپور چې د اکټوبر په ۲۶مه وړاندې کېږي، غور وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وویل، د امریکا متحده ایالاتو چې د دې مصوبې مسوده‌یې وړاندې کړې، په نمایشي توګه په دې اړه د رأیو د اخیستو غوښتنه کړې او روسیې ته‌یې درناوی نه‌دی کړی.

د اکټوبر په ۲۶مه د سوریې په اړه د څېړونکو دا راپور د اپرېل د څلورمې د هغه کیمیاوي برید په اړه دی چې د خان شیخون په کلي کې د سارین په نوم زهرجن ګاز کارول شوی وو، هغه مهال دا کلی د سوریې د مخالفو یاغیانو په ولکه کې و.

امریکا، فرانسې او بریتانیا بشارالاسد ته وفاداره ځواکونه د دې زهرجن ګاز په کارولو تورن کړي چې په دې برید کې ۸۰ کسان وژل شوي وو.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مهم متحد دی، تر دې مخکې یې هم د دې کیمیاوي برید په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونکو په ډلې انتقادونه کړي او هغوی یې په طرفدارۍ تورن کړي دي.