چارواکي: جوزجان کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښتو کې ۲۳تنه وژل شوي

د جوزجان چارواکي د دې ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښتو کې د لږترلږه ۲۳ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري جرمني خبري اژانس ته وویل، په دغو نښتو کې چې درې ورځې مخکې پیل شوي، د داعش ۱۳ او د طالبانو ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز وویل چې په دغو نښتو کې د دواړو لورو یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

له دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو او داعش ترمنځ په جګړو کې، دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې شوي چې په خپلواکه توګه یې تائیدل ګران دي.

قوش تېپه د جوزجان یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده.