"م.م" سوریه کې د کیمیاوي وسلو د پلټونکو د ماموریت په اړه رأیه ورکوي

د ملګروملتونو امنیت شورا وایي، نن سې شنبه به په دې اړه چې ایا په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د حملو په اړه د نړیوالو پلټونکو ماموریت تمدید کړي کنه، رأیې واخلي.

د ملګروملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې د دغه ګډ میکانیزم سرنوشت روښانه ځکه نه دی چې روسیې یې د دوام په وړاندې د ویټو ګواښ کړی دی.

مسکو ادعا کوي چې په سوریه کې د اپرېل د میاشتې د حملې په اړه چې په خان شیخون کې د کیمیاوي ګازو په ذریعه شوې وه، پلټنه بې پرې نه ده شوې.

د دغې نړیوالې پلټونکې ډلې ماموریت د نومبر په ۱۸ مه پای ته رسېږي.

امنیت شورا یې د ماموریت د یوه کلن تمدید لپاره د یوه پرېکړه لیک مسوده پرغړو ویشلې ده.