امریکا د میانمار له ځینو پوځي افسرانو سره مرستې پای ته رسوي

د امریکا متحده ایالات وایي چې د میانمار یا پخواني برما له هغو پوځي جزو تامونو او افسرانو سره چې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد تشدد کې لاس لري، پوځي مرستې پای ته رسوي او د دې هېواد له اقلیت سره چلند ته په پام سره به پر نورو اقداماتو هم غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناوارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په اضافي اقداماتو کې د متحدو ایالتونو د ګلوبال مګنیتسکي د قانون په چوکاټ کې نور بندیزونه هم په پام کې نیول کېږي چې پر هغو چارواکو به لګول کېږي چې واشنګټن یې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن بولي.

د برما په راخین ایالت کې د شخړو له امله له څلور لکو زیات روهیګیا مسلمانان کډه کولو ته اړ شوي چې اکثره یې بنګله دیش ته تښیدلی دي.