افغان ولسمشر نن په نوي ډیلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره په سټراټيژيک مشارکت خبرې کړي دي.
د ارګ ماڼۍ په ټویټر کې راغلي چې ولسمشر غني هند ته په رسېدو له سوشما سواراج سره وکتل.
په ټویټ کې راغلي چې ولسمشر غني او بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سواراج د اقتصادي همکاریو په پراختیا، پانګونې، ټرانزیټ، سیمه ییز اتصال او له ترورېزم سره په مبارزې خبرې کړي دي.
Pres. Ghani discussed the expansion of economic cooperations; investments, transit, regional connectivity and fighting terrorism. pic.twitter.com/nxmRyxF9O1
— ارگ (@ARG_AFG) October 24, 2017
ولسمشر غني نن په یوه ورځنۍ سفر هند ته تللی او وروسته د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم ګوري.
نن سهار د ډیلي پوځي هوايي ډګر ته په رسېدو د هند د دفاع په چارو کې د دولت وزیر او یو شمېر هندي چارواکو او افغان ډپلوماټانو د افغان ولسمشر هرکلی وکړ.
له ښاغلي غني سره په دې یو ورځني سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د کانونو وزیره ملتیا کوي.