"م.م": جګړو ۱۵ زره افغانان ننګرهار او کندز کې بې‌کوره کړي

ملګري ملتونه وايي، په نږدې یوه اوونۍ کې د خراب امنیت او جګړې له امله ۱۵ زره افغانان په ننګرهار او کندز کې بې‌کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې پرون دوشنبه وویل چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې لږ تر لږه اووه زره کسان د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې له امله بې‌کوره شوي دي.

دې ادارې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو شمېر اته نیم زره ښودلی دی.

ملګري ملتونه وايي، په څه باندې یوه اوونۍ کې یو نیم زر افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او ۱۶ زره افغانان له ایرانه ستانه شوي او په زور ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې، دوه نیم لکه کسان په ټول افغانستان کې بې‌کوره شوي دي.