ټېلرسن: سوله غوښتونکو طالبانو ته په افغان حکومت کې ځای شته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، که وسله‎وال طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې له روانو هڅو سره یوځای شي، د افغانستان په حکومت کې د هغوی لپاره ځای شته.

ټېلرسن پرون دوشنبه کابل کې خبريالانو ته وویل چې په وسله‎والو طالبانو کې داسې کسان هم شته چې د جګړې د پای ته رسېدو پلویان دي.

رکس ټېلرسن زیاته کړه:

"موږ غواړو چې له هغو کسانو سره ارتباط ونیسو چې غواړي د سولې له پروسې سره یوځای شي او متفاوت فکر کوي. هغوی ته د افغانستان په حکومت کې ځای شته، خو په دې شرط چې له ترورېزم او تشدده لاس واخلي او د افغانستان ثبات ته تعهد وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون له افغانستانه د عراق پر لور لاړ او نن به اسلام‌اباد ته ولاړ شي.