"م.م": له بنګله‌دېش نه دې د روهینګیايي مسلمانانو ستنېدل مصؤن وي

ملګري ملتونه وايي، میانمار ته د هغو روهینګیايي مسلمانانو چې بنګله‌دېش ته تښتېدلي، د بېرته ستنېدو بهیر باید دواطلبانه وي او په مصؤن ډول ترسره شي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل چې په ژنیو کې په راروان کنفرانس کې باید له روهینګیايي کډوالو سره د زیاتو مرستو تعهد وشي.

فیلیپو ګراندي وویل:

"په وروستیو کې اورېدل کېږي چې بنګله‌دېش او میانمار د هغو روهینګیايي کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کوي چې بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي. هغوی باید داوطلبانه، باعزته او په امن کې ستانه شي."

د ملګرو ملتونو یوه بل چارواکي ویلي چې د هغو روهینګیايي مسلمانانو شمېر کم شوی چې له میانماره د بنګله‌دېش پر خوا تښتي.

د ملګرو ملتونو په وینا، اوس‎مهال هره ورځ له میانماره د زر او ۳ زرو ترمنځ روهینګیايي مسلمانان بنګله‌دېش ته تښتي، خو مخکې دا شمېر په ورځ کې د ۱۲ او ۱۵ زره ترمنځ و.

ملګري ملتونه وېره لري چې که وضعیت همداسې وي، ښايي په بنګله‌دېش کې د روهینګیايي کډوالو شمېر په لنډ وخت کې یو میلیون ته ورسېږي.