رېکس ټېلرسن تېره شپه عراق ته ولاړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره شپه عراق ته ولاړ.

عراق ته د ټېلرسن دا سفر مخکې نه‌و اعلان شوی.

ټېلرسن به له عراقي چارواکو سره د داعش د وسله‌والو پر ضد پر روانه جګړه، د ایران پر فعالیتونو او د کُردانو د خپلواکۍ پر هڅو خبرې وکړي.

ټېلرسن به له عراقي چارواکو په سیمه کې د ایران له لاسوهنې سره د امریکا پر مخالفت خبرې وکړي.

رکس ټېلرسن به نن سې شنبې له عراقه پاکستان ته ولاړ شي.

هغه به پاکستاني چارواکي د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس، وهڅوي چې د وسله‌والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او د کابل له حکومت سره‌یې د سولې خبرو ته حاضر کړي.