کابل ته د ټېلرسن پر ناڅاپي سفر د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ناببره سفر او له نوې ډېلي څخه د افغان ولسمشر لیدنه هغه مسایل دي چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې نن پراخ بحثونه کړي دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د افغان ولسمشر ترمنځ د لیدنې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې خبرې زیاتره د افغانستان او جنوبي اسیا د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د پلي کولو په څرنګوالي څرخېدلې.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر د وینا دا برخه راخیستې چې ټول شریکان دې د نوې ستراتېژۍ په وړاندې خپل مسؤلیت په صادقانه ډول ترسره کړي.

ورځپاڼې بیا په همدې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې امریکا به د نوې ستراتېژۍ د پلي کولو لپاره له ټول قوته کار واخلي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر او په اسلام‌اباد کې د طالبانو د بنسټګر او د حقانیه دارالعلوم مشر سره د افغانستان د سفیر لیدنه ظاهراً د سولې نوې هڅې بللې دي، خو ورځپاڼې په افغانستان کې د تېرې یوې اوونۍ د ناامنۍ څپې ته په اشارې په دې برخه کې ځینو ټکو ته د پام غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې سلګونه انسانان په خونړیو بریدونو کې ووژل شول.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي:

د امریکا نوې ستراتېژي چې د ترورېزم په خلاف د پرېکنده مبارزې غوښتنه کوي او په‌کې پر پاکستان د فشارونو د راوړلو خبره کېږي، د افغانستان په امنیت کوم اغېز نه‌دی کړی.

ورځپاڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې پر امریکا فشار راوړي، څو د ترورېزم په خلاف په مبارزه کې خپلې ژمنې چې پر پاکستان د فشار راوړل دي عملي کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناببره سفر بحث کړی او لیکلي یې دي چې ده په کابل کې د امریکا په سفارت کې له افغان مشرانو سره لیدلي چې په‌کې دواړه لورو په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.

خونړیو حملو افغان مشران وارخطا کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې هېواد یې ژمن دی چې د نوې ستراتېژۍ د پلي کولو لپاره له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار وکړي، څو په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

خو ورځپاڼې وړاندې په تېره یوه اوونۍ کې خونړیو حملو ته په اشارې د هندو ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې دغو خونړیو حملو افغان مشران وارخطا کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان حکومت او وسله‌وال ځواکونه‌یې اوس‌مهال په دوو ډګرونو کې په جګړه کې ښکېل دي، هغه په دې معنی چې له یوې خوا طالبان افغان پوځیان او دولتي ادارې په نښه کوي او بل لور ته بیا د داعش ډله په افغانستان کې مذهبي لږکۍ په نښه کوي او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې مذهبي شخړو ته لمن ووهي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته د ترهګرو د ځالو د له‌منځه وړلو ډاډ ورکړی دی او افغانستان او د جنوبي اسیا د سیمې لپاره‌یې د امریکا نوې ستراتېژي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت ژمنه بللې ده.