د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پر خپلو ۵ ګوښه شویو کارکوونکو تورونه په ډاګه کړل

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پر خپلو ۵ ګوښه شویو کارکوونکو تورونه په ډاګه کړل

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس او کمېشنران د دې پر ځای چې د انتخاباتو لپاره تدابیر ونیسي، یو پر بل د اداري فساد، بې‌پروايۍ او قانون ماتولو تورونه لګوي.

د دغو اختلافونو نتیجه دا شوه چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئيس له دندو د کمېسیون د دارالانشا د مرستیال په ګډون، د پنځو کارکوونکو لیرې کول اعلان کړي.

د یاد کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ده له‌خوا د کمېسیون په لیرې کړای شویو کارکوونکو داسې تورونه ولګول:

"د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له حکم څخه سرغړونه، د اصلاحاتو پر وړاندې د خنډونو جوړول، قانون ماتول، د کمېسیون د اوامرو پر وړاندې بې‌پروايي او د کمېسیون پر ضد د توطیو جوړول."

ښاغلي اریايي وویل، دغه کارکوونکي ډېر وخت خپلو دندو ته نه‌دي حاضر شوي او ورسپارل شوې دندې یې هم په ښه توګه نه‌دي ترسره کړي.

اریايي دا هم وویل چې دغه کارکوونکي یې د انتخاباتو له قانون سره سم له دندو لیرې کړي او د دوی د فساد دوسیې یې اړوندو ارګانونو ته لېږلې دي.

د کمېسیون رئیس که څه هم د کوم دولتي ارګان یا مقام نوم یاد نه‌کړ، خو ویې‌ویل چې دغه کارکوونکي له کمېسیون څخه بهر ملاتړي لري او غواړي چې په دې توطیو د انتخاباتو پروسه زیانمنه کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په لیرې کړای شويو کارکوونکو کې د دارالانشا مسلکي مرستیال، د تحلیل او ارزونې او بشري منابعو رئیسان، د اسنادو او اړیکو امر او د حاضرۍ مدیر شامل دي.

په ورته وخت کې د یاد کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل او د دارالانشا رئیس محمد علي ستیغ د کمېسیون د رئیس له‌خوا په لیرې کړای شویو کارکوونکو لګېدلي تورونه رد کړل او په خپله د کمېسیون رئيس‌یې په اداري فساد، له قانون څخه په سرغړونه، بې‌کفایتۍ، بدچلند او له صلاحیتونو څخه په غیر قانوني ګټې اخیستنې تورن کړ.

حمیرا حقمل

د کمېسيون مرستیالې اغلې حقمل وویل:

"دغه مسئله چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون‌یې په اړه تصمیم نیولی، یو سیاسي او له غرضه ډکه پرېکړه ده، قانوني بڼه نه‌لري، بلکې سراسر د قوانینو نقض او قانون ماتونه ده."

سربېره پر دې د یاد کمېسیون د دارالانشا رئیس محمد علي ستیغ وویل، د کمېسیون ځیني لیرې کړای شوي کارکوونکي د جمهور رئیس له‌خوا ټاکل شوي او له دندو لیرې کېدل‌یې هم د قانون له مخې، د ولسمشر صلاحیت دی، نه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئيس.

د انتخاباتو د څار بنسټونه په دې برخه کې پر شفافیت ټینګار کوي او هر ډول قانوني سرغړونه، د انتخاباتو د پروسې په زیان ګڼي.

د رڼو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کورني اصلاحات نیک عمل دی، خو د دریځونو نیول او ډیالوګونه د کمېسیون په ګټه نه‌دي، نه‌پوهېږم جنجالونه په کومه کچه دي، خو په چارو کې د روڼتیا لپاره ضروري ده چې یو لړ تصامیم ونیول شي، څو راتلونکو انتخاباتو ته تیار شي."

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېشنران د دولت، مدني ټولنې او د انتخاباتو د څار د بنسټونو ترمنځ د ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته ټاکل شوي دي، خو لیدل کېږي چې اوس هم د دغو کمېسیونونو په تخنیکي، مسلکي او تشکیلاتي برخو کې ستونزې شته.

د افغانستان جمهور رئیس په خپلو ویناوو کې په دغو کمېسیونونو کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د انتخاباتو په چارو کې مداخله وکړي.

راپور: خان محمد سیند