سوداګرۍ وزارت: د پاکستاني لاریو په اړه د ولسمشر حکم د خصوصي سکټور په ګټه دی

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د ولسمشر غني هغه وروستی حکم د خصوصي سکټور په ګټه بولي چې پر اساس‌یې نور پاکستاني لارۍ افغانستان ته د راتګ اجازه نه‌لري.

دغه وزارت وايي، افغان خصوصي سکټور د دې توانايي لري چې په کمه موده کې د اړتیا وړ بېلابېل توکي د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر وروستی حکم د خصوصي سکټور له ودې سره مرسته کولای شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي

ښاغلي قوقندي وویل:

"زه فکر کوم، د ولسمشر دغه پرېکړه د خصوصي سکټور او د ټرانسپورتي شرکتونو د ودې په ګټه تمامېدای شي او موږ د دې ظرفیت لرو چې په کمه موده کې توکي د کندهار او ننګرهار له ګمرکونو هر ځای ته چې یې د انتقال اړتیا وي، ورسوو."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تازه حکم ورکړ چې له دې وروسته پاکستاني لارۍ افغانستان ته د راتګ اجازه نه‌لري.

د ښاغلي غنی د حکم له مخې، دا چې پاکستان د اپټا په ګډون د یو شمېر نورو سوداګریزو او اقتصادي هوکړو په عملي کېدو کې رښتینی نه‌و، نو په غبرګون کې يې دغه پرېکړه شوې ده.

د دې پرېکړې پر اساس به پاکستاني لارۍ د کندهار او ننګرهار په ګمرکونو کې خپل توکي تخلیه کوي او د هېواد نورو برخو ته د دغو لاریو د تګ اجازه نه‌شته.

افغانستان ته د پاکستاني لاریو د راتګ د بندیز موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو کې پاکستان پر لسګونه قلمو افغاني محصولاتو ګمرکي تعرفه درې برابره لوړه کړې ده.

له دې ټولو سره سره د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغانستان ته د پاکستاني لاریو د نه‌راتګ پرېکړه د مجبورۍ له مخې شوې او په اوږد مهال کې دغه مسئله د دواړو هېوادونو په زیان تمامېږي.

خان جان الکوزی

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د پاکستاني توکو لپاره ښه بازار دی او د پاکستان لپاره به دا ډېره سخته وي چې داسې یو مهم بازار دې له لاسه ورکړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له پرله‌پسې سرغړونو وروسته دا لازمي وه چې باالمثل اقدام وشي.

له دې ډلې تاج محمد تلاش ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسمشر دا وروستی اقدام په اقتصادي چارو کې زه مهم او اساسي ګڼم، ځکه چې دا د پاکستان لومړی نه، دوهم نه، درېیم هم نه، بلکې څوم ځل دی چې له نړیوالو سوداګریزو اصولو سرغړونه کوي، په دې برخه کې د پاکستان سرغړونې له هېڅ ډول اصولو سره اړخ نه‌لګوي."

د ښاغلي تلاش په خبره، دا چې پاکستان هم له نورو هېوادونو سره د وچې له لارې ترازیټي لار نه‌لري، نو ښايي د مجبوریت له مخې، د افغان حکومت له ورستۍ پرېکړې وروسته هڅه وکړي چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې او شته ستونزو ته مناسبه حل لار پیدا کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس