د افغانستان دفاع وزارت: ۱۲ ولایتونو کې ۱۱۶ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې طالبانو او د داعش سخت دریځو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دفاع وزارت له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د ننګرهار، غزني، کندهار، غور او هلمند په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د توپچي او هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د طالبانو د یوه سیمه‎ییز قوماندان او د داعش د ۲۲ سخت دریځو په ګډون ۱۱۶ وسله‌وال وژل شوي، ۱۹ تنه‌یې ټپیان شوي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت دغه عملیات وروسته تر هغې کوي چې په تېرو څو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او داعش په حملو کې د ملکیانو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.