غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه څېړلې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه څېړلې او ویلي یې دي چې د اړوندو متخصصینو د نظریاتو په اخیستلو دې شته ستونزې هوارې شي.

ارګ ماڼۍ پرون په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني دا نقشه پرون مازیګر د کانونو وزارت له مسؤلینو سره په یوه لیدنه کې څېړلې ده.

د بیان له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د کانونو د مدیریت د لارې نقشه د کانونو د سکټور ستونزې لیرې کوي او له کانونو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې مخه به ونیسي.

د کانونو د مدیریت د لارې نقشه کې د ادارې اصلاحات او پرمختیا، مدیریت او جیولوژيکي معلومات، د قانون مطابق د تړونونو مدیریت، شفاف او حساب ورکوونکی مدیریت او دغه‌راز د پانګونې لپاره د شرایطو برابرول شامل دي چې په دوه تر پنځو کلونو کې تطبقېږي.