مسلمیار: د انس حقاني د اعدام په اړه په خپلې غوښتنې ولاړ یو

د وسله‎والو طالبانو له‎خوا په افغانستان کې د څو خونړیو حملو له ترسره کولو وروسته مشرانو جرګه په اعدام د محکومو بندیانو له هغې ډلې د انس حقاني د اعدام پر غوښتنې جدي ټينګار کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وايي، تر هغو پورې د انس حقاني د اعدام په اړه په خپلې غوښتنې ولاړ دی چې حکومت په دې برخه کې ګام نه‌وي اخیستی.

د دې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار پرون ماښام ازادي راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې مشرانو جرګه د حکومت په کړنو څارنه لري او ترې غوښتنه کوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"موږ د افغانستان د مقننه قوې د یوې جرګې په صفت د حکومت د اعمالو نظارت کوو، د خپل ولس استازیتوب کوو. موږ د خپل ولس درد او د قانون نه حراست کوو. موږ د حکومت نه د قانوني اجراأتو غوښتنه کړې ده. مکلف حکومت دی که‌یې اجراأت وکړل ښه او که نه اعتراضونه به مو دوام ولري."

وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې د تېرې اوونۍ له سې شنبې ورځ راهیسې په پکتیا، کابل، غزني، کندهار او غور کې شپږ ځل انتحاري او ډله‎ییز بریدونه کړي چې په‎کې شااوخوا ۲۵۰ ملکیان او پوځیان وژل شوي او تر دې زیات نور کسان ژوبل شوي دي.

فضل‌الهادي مسلمیار همدغو حملو ته په اشارې پرون دا هم وویل چې انس حقاني او نور طالب بندیان د درې ګونو محکمو له‎خوا په اعدام محکوم شوي دي او باید د بې‎ګناه خلکو د وینو د تویونې په خاطر سزا وویني.

ښاغلي مسلمیار په داسې حال کې د انس حقاني او نورو هغو په اعدام محکومو طالبانو اعدام وغوښت چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل په هدف هڅې پیل شوې دي.

انس حقاني او نور طالب بندیان د درې ګونو محکمو له‎خوا په اعدام محکوم شوي دي.

تېره دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې هم د افغان سولې او ثبات په باب د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو غونډه وکړه.

د مشرانو جرګې رئیس د دې پوښتنې په ځواب کې چې په اعدام د محکوم شویو وسله‎والو طالبانو په اعدام سره به د سولې خبرې له خنډ سره مخ نه‌شي؟ وویل چې افغانان د قوانینو په چوکاټ کې د یوې با عزته سولې غوښتونکي دي.

دی وايي:

"موږ سوله د طالب د وحشت او دهشت لپاره نه بلکې د الله د حکم پر اساس چې موږ ته‌یې د مسلمان په توګه هدایت کړی دی سوله غواړو. سوله با عزته سوله، سوله د سوال له لارې نه بلکې په زور سوله غواړو. موږ حکومت یو، مقابل لوری ترورېستي ډله ده. نو موږ له هرې ډلې سره چې سوله وي باعزته سوله غواړو."

سوله د سوال له لارې نه بلکې په زور سوله غواړو.

په اعدام د محکومو طالب بندیانو دقیق شمېر نه‎دی معلوم خو د ځینو غیر رسمي راپورونو پر اساس د افغانستان محکمو ۵۰۰ طالب بندیان په اعدام محکوم کړي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی