ټېلرسن: د عراق او سعودي د اړیکو د پرمختګ زیات امکان موجود دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق او سعودي استازو ته وویل چې په ریاض کې نننۍ غونډه څرګندوي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پرمختګ زیات امکان موجود دی.

د عراق صدراعظم ویلي چې په ریاض کې پېل شوې غونډه د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام و او ورته نظر د سعودي د پاچا له لورې هم څرګند شوی دی.

رکس ټېلرسن پرون شنبه ریاض ته ورسېد، هغه به منځني ختيځ او د اسیا جنوب ته په شپږ ورځني سفر کې قطر ،هند او پاکستان ته هم ولاړ شي.