قوقندي: ولسمشر غني د بار وړونکو موټرو له مالکانو سره کتلي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه مازیګر، د باروړونکو وسایطو له یو شمېر مالکانو او د ټرانسپورتي اتحادیو له ځینو استازو سره په ارګ ماڼۍ کې وکتل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه‌یې له نږدې واورېدل او د ستونزو په هواري یې ورسره خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي جمهور رئيس د ستونزو د حل په مقصد یو حکم هم صادر کړ.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"کوم وارداتي کالي چې د ټرانزیت په ډول د کندهار او ننګرهار ګمرکونو ته داخلېږي، هلته تخلیه کېږي او د کورني ټرانسپورت په ذریعه بېرته بار او د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدېږي."