ټېلرسن په سعودي کې د منځني ختیځ د کړکېچونو د حل په اړه خبرې پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د کړکېچونو د حل د هڅو په ترڅ کې، نن یکشنبه په سعودي عربستان کې خبرې پیلوي.

لومړۍ مهمه مسئله چې په ریاض کې به د سعودي چارواکو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن په غونډه کې خبرې پرې وشي، د سعودي عربستان او قطر ترمنځ چې دواړه د امریکا متحدان دي، پخلاینه وي.

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر له قطر سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي او په جون میاشت کې یې پر دې هېواد بندیزونه هم ولګول.

سعودي او متحدانو یې قطر تورن کړی چې د ترورېزم ملاتړ کوي او له ایران سره نږدې شوی دی، خو قطر دا تورونه رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ټېلرسن تېره شپه د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر عادل‌الجبیر سره خبرې وکړې او په پام کې ده چې نن یکشنبه به دوحې ته له روانېدو مخکې له نورو سعودي چارواکو سره هم وګوري.

پر دې سربېره په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ پراخېدل، د یمن کړکېچ او د ترورېزم پر ضد د مبارزې اړوند موضوعات به هم د دې خبرو د اجنډا مهمې برخې وي.

خو د ټېلرسن د مأموریت بریا ته امیدونه ډېر کم دي.

ده تېر ځل په جولای میاشت کې هم سیمې ته د سفر په ترڅ کې یوه ناکامه هڅه کړې وه چې دواړه لوري پخلا کړي، خو نتیجه‌یې ورنه‌کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په پیل کې یې ظاهراً د قطر د منزوي کولو د هڅو ملاتړ کاوه، وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه وکړه او په دې وروستیو کې یې د دې کړکېچ د سمدستي حل اټکل هم کړی و.

خو ټېلرسن پرون شنبه ریاض ته له رسېدو سره سم څرګنده کړه چې په دې مسئله کې پرمختګ ډېر کمزوری دی.

ټېلرسن له بلومبرګ چینل سره په مرکه کې وویل چې د دې کړکېچ حل ته ډېره زیاته تمه نه‌لري.

هغه زیاته کړه چې په دواړو خواوو کې د دې ستونزې د حل لپاره ډېره زیاته لېوالتیا نه‌لیدل کېږي.

تمه ده چې ټېلرسن به سیمې ته د سفر په دوام نوې ډیېي ته هم ولاړ شي او د ستراتېژیکو اړیکو پر اړوندو مسایلو به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي ټېلرسن په خپله یوه وروستۍ وینا کې ویلي وو چې د هند او متحده ایالاتو ترمنځ یو ۱۰۰ کلن ستراتېژیک شراکت په جوړېدو دی.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز اسلام‌اباد ته ولاړ شي او د هند او امریکا د نږدې کېدو له کبله، د پاکستان د وېرې او اندېښنو د کمولو هڅه وکړي، خو په عین حال کې به د پاکستان پر حکومت نور فشار هم راوړي چې د افراطي وسله‌والو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي.