د غور ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې

د غور مدني ټولنه وايي، که حکومت امنیت ته پام ونه‌کړي، وضعیت به لا خراب شي.

د جمعې په ماښام، د غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه انتحاري حمله کې د فضل احد په نوم د یوه سیمه‌ییز قوماندان په ګډون ۳۰ تنه ووژل شول او لس تنه زخمیان شول.

د غور د مدني ټولنې مشر خدایار واقف ازادي راډیو ته وویل، په دولینه ولسوالۍ کې انتحاري حمله پر داسې کسانو وشوه چې د حکومت په ملاتړ د وسله‌والو طالبانو پر ضد جنګېدل.

د غور امنیه قوماندان ازادي راډیو ته ویلي چې د دولینه ولسوالۍ په جومات کې پر لمونځ کوونکو حمله د وسله‌والو طالبانو له لوري شوې، خو د حمله کوونکي هویت لا نه‌دی ورته څرګند شوی.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.