د جرمني مونیخ کې تر پرونۍ حملې وروسته بېړنی حالت اعلان شو

د جرمني په جنوبي ښار مونیخ کې پرون شنبه پولیسو ته بېړنی حالت اعلان شو.

په مونیخ کې پرون یوه سړي څلور وګړي په چاړه ووهل.

حمله د مونیخ ښار مرکزي سیمې روزن هایمر پلاتز ته نږدې وشوه.

تر حملې وروسته، د سیمې له خلکو غوښتنه وشوه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

پولیسو د حملې په تړاو یو مشکوک وګړی نیولی او څېړنې يې روانې دي.

د حمله کوونکي هدف نه‌دی څرګند شوی.

د مونیخ پولیسو ویلي چې د حملې په تړاو نیول شوی، مشکوک وګړی ۴۰ کلن دی او د حملې پر مهال یوازې و.