د ولسي جرګې غړو د هېواد په مختلفو ځایونو کې وروستۍ حملې قتل عام وبللې

د افغانستان ولسي جرګې په ځینو ولایتونو کې په وروستیو خونړیو امنیتي پېښو اندېښنه څرګنده کړه او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتونکي شول.

د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفو وسله والو د وروستیو حملو په غبرګون کې د افغانستان امنیتي او دفاعي مسؤلین ولسي جرګې ته د پوښتنو لپاره ور وغوښتل.

په هېواد کې د نا امنۍ وروستۍ پېښې د ولسي جرګې له تُند غبرګون سره مخ شوې او په ټینګار سره يې وویل چې دغه وضعیت نور دوی ته د منلو وړ نه دی.

د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک، د ملي امنیت سرپرست او د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته وربلل شوي وو.

که څه هم عمومي غونډه د مهمو پوځي او استخباراتي موضوعاتو له امله د دفاع وزارت د سرپرست په غوښتنه او د وکیلانو په توافق سرې اعلان شوه، خو د ولسي جرګې غړو په وروستیو خونړیو حملو کې د عامو افغانانو په قتل اندېښنه څرګنده کړه.

دوو تنو وکیلانو ظاهر قدیر او ناهید فرید په دې اړه په عمومي غونډه کې وویل:

"د لویې پکتیا، کندهار، کابل، غزني او غور پېښې عادي نه وې، افغانان لکه چرګان او پسونه داسې حلالېږي، تاسې دغه پېښې وګورئ، سلګونه افغانان په کې شهیدان شول."

"ولي په افغانستان کې تروېزم دومره قربانۍ اخلي، موږ په کوم حق خلکو ته ووایو چې تاسې صبر وکړئ، که چېرې دغه بدمرغه سکوت دوام پیدا کړي، خلک به له دې زیات قتل عام شي."

د ولسي جرګې غړي د وسله والو مخالفینو له لورې په یو شمېر ولایتونو کې د ورستیو خونړیو حملو د زیاتوالي دلیل، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي، د مدني بنسټونو چوپوالی او په حکومت کې د پنځم ستون فعالیتونه بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي دغه حملې یو جنایت کار عمل او انساني ضد کړنې یادې کړې.

دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې پکتیا، کابل، کندهار، غور او غزني ولایتونه د خونړیو انتحاري او وسله والو حملو شاهدان وو.

وسله والو مخالفينو دغه حملې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ، په کندهار کې د ملي اردو پر قرارګاه، د غزني د اندړو ولسوالۍ پر ودانۍ، د کابل په لوېدیځ کې د امام زمان پر جومات او د غور په دولینه ولسوالۍ کې پر یوه جومات کړي چې په کې لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف یې په یو شمېر ولایتونو کې عملیات پيل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

"د افغانستان دفاع وزارت تل هڅه کړې چې په هېواد کې امنیت تامین کړي، په همدې خاطر موږ نن ورځ په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴ عملیات لرو، زموږ ځواکونه تر ډېره بریده هڅه کوي چې د انتحاري حملو مخنیوی وکړي."

ښاغلی وزیري زیاتوي چې کومانډو قطعات هم د دښمن د ځپلو لپاره عملیات کوي او هوايي ځواکونه یې ملاتړ کوي.

خو د ولسي جرګې ځیني غړي د وسله والو مخالفينو پرضد د حکومت هڅې کافي نه بولي او ټینګار کوي چې د ترورېزم پرضد جګړه باید، د بریالیتوب لپاره ښه مدیرت شي او د وسله والو مخالفينو اصلي ځالې له منځه یوړل شي.

راپور: رحمت الله افغان