د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون سره انتحاري حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

کابل کې د مارشال فهیم پوهنتون سره انتحاري حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې دغه انتحاري حمله د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوط په قمبر څلور لارې سیمه کې رامنځته شوې چې له امله يې د ملي اردو د تعلیمي او تحصیلي کورسونو ۱۵ منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ښاغلي وزیري وویل چې دغه انتحاري حمله نن شنبه درې نیمې بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې یاد منسوبین په یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر کې خپلو کورونو ته د تللو په حال کې وو.

نوموړي دا هم وویل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

پخواني معلومات:

د کابل ښار د پولیسو د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون سره چاودنه شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تایيد کړه، خو د مرګ ژوبلې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې معلومات وړاندې نه کړل.

له سیمې څخه د عیني شاهدانو په حواله ویل کېږي چې دغه پېښه مرګ ژوبله هم لري.

د پېښې په اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.