سرچینه: د انتخاباتو د دارالانشاء د کمېسیون رئیس له دندې لېرې شو

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وريماچ له دندې څخه لېرې شوی دی.

د دغه سرچینې په حواله ښاغلی وریماچ له خپلې دندې څخه د ناوړې اسفادې او فساد په تور د ولسمشر لخوا له دندې لېرې کړل شوی دی.

ښاغلی وریماچ له تېرو څو میاشتو څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئيس په توګه کار کاوه.

په دې اړه حکومتي چارواکو او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټاکنو بهیر د ملاتړ په هدف نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو په ناسته کې ټینګار وکړ چې هېڅوک د ټاکنو پروسه کې د مداخلې حق نه لري او ډاډ یې ورکړ چې حکومت د مالي سرچنیو او د امنیت د تامین په برخو کې لازم تدابیر په پام کې لري.