د وروستیو خونړیو پېښو په اړه د مدني ټولنو اندېښنې او پر حکومت انتقاد

وروستیو پرله پسې امنیتي پیښو د عامو افغانانو تر څنګ مدني فعالان راپارولي او حکومت په مدیریتي کمزروۍ تورنوي.

د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن او د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د شبکې غړیو د شنبې ورځې په خبري غونډو کې ټينګار وکړ چې ولس نور د ډله ییزو وژنو صبر نه لري او حکومت دې د نندارې او غندلو پر ځای عملي اقدامات وکړي.

د مدني ټولنې د فډرېشن مشر صدیق منصور انصاري وايي، مخکې له دې چې د وژنو دا لړۍ لا پراخه شي افغان ولس، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو ته ښايي چې د منظم او سیستماتیک میکانیزم له لارې لاس په کار شي.

صدیق منصور انصاري

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت په نوم حکومت د افغان دښمنه بهرنیو دښمنانو تر بشپړ مدیریت لاندې دی، د ولس او وطن په دفاع کې بشپړ ناکام او د خپلو جنګي کلاګانو د ولس د وینو د بهاندو رودونو نندارچي دی."

پر حکومت دا انتقادونه پر داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ پکتیا، غزني، کندهار، کابل، غور او ځينو نور ولایتونه د خونړیو ځان وژونکو حملو او جګړو شاهدان و.

افغان حکومت په کابل او غور کې د ۶۹ تنو وژل وغندل

یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د وسله‌والو حمله کې، ۱۳۴ تنه وژل شوي او ۲۵۹ ټپيان دي

په دغو حملو کې د نظامیانو او ملکیانو په شمول شااوخوا پنځه سوه کسان مړه او ژوبل شوي دي.

یاد مدني بنسټونه وايي، حکومت دې د دغو پراخو وژنو په بدل کې چې د امنیتي، دفاعي او استخباراتي سکټورونو کمزورتیا ښيي د غو بنسټونو د مشرانو تر څنګ د مهمو ولایتونو چارواکي له دندو لېرې او محکمو ته ورمعرفي کړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه بیا وايي، د ملي وحدت حکومت د روانو حالاتو د کابو کولو وړتیا نه لري او باید ملت ته مراجعه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا دغو اندېښنو او انتقادونو ته په ځواب کې وايي چې د دوو تېرو کلونو په پرتله افغان حکومت په ښه موقف کې قرار لري او د جګړې په ډګر کې یې د دولت وسله والو مخالفینو ته ماتې ورکړې ده.

د جمهوري ریاست د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل حکومت د حملو د مخنیوي تدابیر لري.

شاه حسین مرتضوي

هغه زیاته کړه:

"موږ د یوه تحمیلي جنګ پر وړاندې ولاړیو په هېواد کې شل تروریستي ډلې جنګېږي، په ځينو سیمو کې سل په سلو کې نورمال وضعیت نه لرو ولې دښمن د هيڅ ځای د نیولو توان نه لري دوی یوازې ځينې جوماتونه او ځایونه په نښه کوي چې په هغې اړه حکومت لازم تدابیر لري."

خو د مدني فعالانو انتقاد دا دی چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه څنګه نه شي کولای د دغو شلو جنګېدونکو ډلو مخنیوی وکړي.

جمهوري ریاست وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه او بېلابېلې ډلې په جګړه کې خپلې ګټې لټوي خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره قرباني ورکوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ