تمه ده چې ولسي جرګه نن د امنیتي ارګانونو مشران استجواب کړي.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل د خلکو استازي غواړي امنیتي چارواکي ښکاره خبره وکړي چې ولې د خونړیو امنیتي پیښو مخنیوی نه کېږي.
ښاغلي عرفان وویل:
"ټاکل شوې ده نن د دفاع د وزارت سرپرست، د کورنیو چارو د وزارت سرپرست او د ملي امنیت عمومي رئیس ولسي جرګې ته راشي، زموږ توقع داده چې دوی د افغانستان خلکو ته په شفافه او ښکاره ډول ووايي چې ولې د خونړیو پیښو مخه نشي نیولی."
ولسي جرګې په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې له خونړیو امنیتي پېښو وروسته د امنیتي ارګانونو د مشرانو د استجوابولو پرېکړه کړې ده.