سیګار: ۱۵۲ افغانان چې د پوځي زده‌کړو لپاره امریکا ته تللي لادرکه دي

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش وايي، د هغو ۳۲۰ پوځیانو چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې په متحده ایالاتو کې لا درکه شوي دي، نیمايي يې افغانان دي.

دا بهرني پوځیان د روزنې او زده کړو لپاره متحده ایالاتو ته تللي وو.

سیګار د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل تر اوسه پورې ۱۵۲ افغانان چې د پوځي زده کړو لپاره امریکا ته تللي دي، لادرکه دي.

راپور وايي، له دې ‌ډلې څخه ۲۷ تنه یا پولیسو نیولي دي او یا يې له متحده ایالاتو ویستلي دي.

پنځو افغان پوځيانو ادعا کړې ده چې که دوی بېرته افغانستان ته ستانه شي نو په متحده ایالاتو کې د روزنې له امله به يې ژوند له جدي حطر سره مخ شي.