دانشیار: د غور په دولینه ولسوالۍ کې په جومات کې انتحاري حملې ۳۰ تنه وژلي

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولینه ولسوالۍ په یوه جومات کې انتحاري حملې ۳۰تنه وژلي دي.

د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې په دغه حمله کې چې د نن جمعې د ماښام د لمانځه پر مهال شوې د فضل احد په نوم د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۳۰ تنه لمونځ کوونکي چې زیاته برخه کې ملکیان دي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د غور امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني هم ازادي راډیو سره خبرو کې په دغه حمله کې د قوماندان فضل احد د مرګ خبر تائید کړ.

تر دا مهاله د دې حملې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې چې نن ماښام په کابل کې هم پر یو جومات په وسله واله حمله کې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان شوي.