ټېلرسن به نن جمعه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ورسېږي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن په منځني ختيځ او جنوبي اسيا کې ځينو کليدي هېوادونو ته خپل د يوې اوونۍ سفر پيلوي.

ټېلرسن به نن د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ورسېږي، هلته به د عراق او سعودي عربستان د همږغۍ شورا په غونډه کې برخه واخلي او له سعودي رهبرانو سره به د يمن پر بحران په کې بحث وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير به بيا له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره په دوحه کې تم شي.

وروسته به د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه جنوبي اسيا ته خپل اولنى سفر پيل کړي.

دى به پاکستان او هند ته هم لاړ شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړيکو خبرې وکړي.

امريکا ته د ستنېدو پر مهال به ريکس ټېلرسن په جنيوا کې هم تم شي، هلته به ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان د عالي کمېشنر او د سره صليب نړيوالې کمېټې په دفتر کې ليدنې کتنې ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټېلرسن به راروانه جمعه بېرته واشنګټن ستون شي.