خوږیاڼو کې د داعش او طالبانو په نښته ۲۶ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د خوږياڼيو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې د د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې له دواړو لورېو ٢٦ وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند عطا الله خوږياڼي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، په دغو نښتو کې چې له پنځو ورځو راهيسې ادامه لري، ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:

"د نښتو په نتيجه کې تر دا مهاله ١٤ وسله وال طالبان او ١٢ د داعش وسله وال وژل شوي؛ د داعش ٨ غړي او ٥ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي. په دې پېښو کې ٨ ملکيان هم وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي."

د ننګرهار د والي وياند وايي، په سيمه کې د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره تازه پوستې جوړې شوي او نن له بې ځايه شوېو کورنيو سره د عاجلو مرستو لړۍ هم پيل شوې ده.