د "CIA" مشر: شمالي کوریا له خپل یوه هدفه څو میاشتې فاصله لري

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي.اۍ.اې) مشر وايي، شمالي کوریا له خپل هغه هدف څو میاشتې فاصله لري چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو ته د اټمي سرګلولې لېږدونکی توغندۍ ورسولی شي.

خو مایک پامپیو چې پرون یې په واشنګټن کې په یو تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې وویل، د اټمي سرګلولې د لرونکي یو توغندي د توغولو د وړتیا او د هغې د زیرمو د پراختیا ترمنځ توپیر موجود دی.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر هم پرون ناوخته په همدې تحقیقاتي مرکز کې وویل، سره له دې چې د شمالي کوریا د ستونزې د هوارې لپاره لا وخت شته خو خبرداری یې ورکړ چې وخت له لاسه په وتلو دی.

شمالي کوریا خپل اټمي پروګرام لسیزې مخکې پیل کړی خو په روان میلادي کال یې ازموینې زیاتې کړي دي.

شمالي کوریا د جولای په میاشت کې د لېرې واټن ویشتونکي دوه توغندي وازمویل چې د امریکا خاورې ته د رسېدو وړتیا لري.

دې هېواد د سېپټمبر په میاشت کې یوه لویه اټمي ازموینه هم وکړه.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جانګ اون ترمنځ د لفظي ګواښونو زیاتېدو د جګړې خطر زیات کړی دی.